د غزني ولایت په مرکز روضې سیمه کې د ۶۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د غزني ښاروال محمد نبي حمزه وویل، چې د دغه ولایت په مرکز روضې سیمه د یونیسف په مالي ملاتړ د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶۵۰ مترو په اوږدوالي او شپږ نيم متر پلنوالي په درلودلو سره د یوه سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي. حمزه زیاته کړې چې په دې پروژه کې ۴۰ تنه محلي اوسېدونکي هم په کار بوخت دي او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به د سړک جوړولو کار بشپړ شي. نبي زیاته کړه چې د سړک د ساتنې لپاره به د سړک په دواړو غاړو کې ۵۰۰ متره په وږدوالي ویاله هم جوړه شي.