د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له استازي او مل پلاوي سره لیدلي. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د کابل په ګډون د هېواد په لسو ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو په جوړېدو، د یادې برخې ناروغانو ته د اړینو وسایلو او درملو د پېرلو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو مرستو د جلب په تړاو خبرې وشوې. دغه راز دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.