د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې غړو د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې افغان پانګوال له سرپرست حکومت سره د واخان لویې لارې د جوړېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دي. د یادې ټولنې غړو زیاته کړې؛ افغان سوداګر هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته لېواله دي چې له دې لارې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي. دغه راز دې لیدنه کې سیاسي مرستیال په کور دننه د افغان سوداګرو پانګونه مهمه بللې او پانګوالو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.