د امریکا د استازو جرګې څه د پاسه ۶۰ ډیموکراټ غړو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن په یوه لیک کې غوښتي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د امریکا له نفوذ ګټه واخلي. رویټرز راپور ورکړی چې له بایډن په دغه لیک کې پاکستان کې د عمران خان سربېره د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او د بشري حقونو خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه شوې ده. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې ویلي و چې د عمران خان نیول د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.