د مزار شریف ښار په شپږمه ناحیه کې د یو کیلو متر او ۴۰۰ متره سړک د قیر کولو چارې له ۴۰ میلیونه زیاتو افغانیو په لګښت پيل شوې. د دغه سړک جوړولو لګښت د مزار شریف ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي. د مسوولینو په خبره په پام کې ده، چې د دغه سړک د جوړولو چارې تر راتلونکو شپږو میاشتوې پورې پای ته ورسېږي. د مزار شریف ښار ډیری اوسېدونکي وايي، د دغه سړک قیر کېدو سره به یې ډیری ستونزې حل شي او له مسوولینو غواړي، چې په دغه ښار کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.