د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي. د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې تېره شپه ۱۲ بجې د بلخ ولایت د حیرتان – دوراهي پر سړک د یوه فیلډر او ټانکر موټرو ترمنځ ټکر شوی. په دې پېښه کې د فیلډر موټر درېیو سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.