په هلمند کې ۵۵ زره کروندګرو ته د غنمو او اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وايي، د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ هر کروندګر ته، ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلو توره او سپینه سره ورکول کېږي. د دغه ولایت کروندګر او بڼوال له مسوولینو د تازه میوو بڼونو او معیاري سړو خونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال یې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته اوږدمهاله کاري فرصتونه برابر کړي دي.