د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزارت له لوري «د مهاجرینو ننګونې او فرصتونه» په نوم سیمینار کې ویلي، له ملاتړو بنسټونو غواړي چې له افغانانو سره د ژمي په موسم کې مرستې ونه سپموي. سیاسي مرستیال دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، اوس مهال په هېواد کې ګڼ شمېر پرمختیایي پروژې تر کار لاندې دي او زیاته کړې یې ده چې دمګړۍ شاوخوا ۶ زره کارخونې پر فعالیت بوختې دي.