طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره نوی۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی چې مشري يې شیخ عبدالحکیم کوي او عباس ستانکزی به د دې ټیم مرستیال وي. په ټیم کې یوازې قطر میشته طالبان نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي هم شامل دي.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو ولې نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د طالبانو لپاره د داسې خبرو لومړۍ تجربه وه. له بله اړخه له امریکا د طالبانو او له طالبانو د امریکا غوښتنې هم واضح وې، طالبانو په دې اړه سرې کرښې لرلې او خبرې هم تر ډېره سیاسي او ډیپلوماتیکې وې، نو ځکه مذاکراتي ټیم هم تر ډېره سیاسي او ډیپلوماتیک ټاکل شوی و. اوس چې بین الافغاني خبرې دي، متفاوت موضوعات به پکې مطرح کېږي؛ د نظام له ډول نیولې تر اساسي قانون، اوربند، لنډمهالي حکومت، د طالب جنګیالو تر برخلیک او نورو موضوعاتو پورې په هر څه بحثونه کېږي، نو ځکه همداسې یوه ټیم ته اړتیا وه چې پر دې هر څه پوه وي او د بحث وړتیا ولري. له بله اړخه په بین الافغاني خبرو کې د طالبانو له هرې کټهګورۍ څخه باید کسان وي، څو له یوه اړخه د ټولو طالبانو دریځ منعکس شي او له بله اړخه د دوی د داخلي ستونزو سبب هم نه شي. تر دې ور هاخوا داسې یوه ټیم ته اړتیا وه چې تر ډېره پورې د پرېکړو صلاحیت ولري او په مذاکراتو کې وروستۍ خبره هم وکړلی شي. د همدغو دلایلو پر اساس طالبانو په پلاوي کې بدلون راوستلی دی او نوی، پیاوړی او با صلاحیته ټیم یې ټاکلی دی.
اوس چې طالبان له یو داسې ټیم سره خبرو ته داخلیږي، نو نه یوازې دا چې په خبرو کې به پیاوړي وي، بلکې هڅه به کوي چې پر مقابل لوري خپلې غوښتنې هم ومني. د شیخ عبدالحکیم په شان ارام او عالم کس په طبیعي ډول نه یوازې پر خپل ټیم، بلکې پر مقابل ټیم هم اغېز پرېباسي او د طالبانو د بریا چانس ډېروي. اوس که د طالبانو نوی ټیم له کابل څخه له ورتلونکي ټیم سره مقایسه شي، نو ښکاري چې توپیر ډېر زیات دی او په طبیعي ډول دا ټیم د طالبانو تر سیوري لاندې راځي او د هغوی ډېرې غوښتنې به مني.
د طالبانو له اړخه د با صلاحیته ټیم ټاکل یو مثبت ګام دی، خو اوس اړتیا ده چې حکومت لومړی خبرې پیل کړي او بیا وروسته نه یوازې دا چې یو وړ ټیم وټاکي، بلکې باید صلاحیتونه هم ورکړي چې د سولې په برخه کې پرمختګ ته لاره هواره کړي. تمه ده چې د طالبانو له اړخه به د شیخ عبدالحکیم په مشرۍ ټیم د سولې د بریا لپاره زغم، حوصله او ګذشت وکړي او حکومتي پلاوی به هم ورته عمل وکړي. اوس د نرمۍ وخت دی او دواړه لوري باید تر وروستي حده نرمي وکړي او ټول تمرکز یې باید د سولې د خبرو پر کامیابۍ او پرمختګ وي.