د ازبکستان د مفتي نورالدين خالق نظر په مشرۍ د ازبکستان د علماوو پلاوي د سرپرست حکومت له اداري مرستيال سره لیدنه کړې. په دې لیدنه کې خالق نظر افغانستان ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ازبکستان او افغانستان ديني، تاريخي او فرهنګي مشترکات لري او دې مشترکاتو ته په پام سره کولی شو چې بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړو. دغه راز اداري مرستيال زياته کړې، دا سفر امکان برابروي چې د ګډو مشترکاتو پر اساس د دواړو هيوادونو ترمنځ د نوې همکارۍ زمينه برابره او د اړيکو د پیاوړتيا لپاره اغېزناک ګامونه واخیستل شي.