د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د حکومتي ملېشه ځواک پر پوستې برید کې لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ ټپیان دي. پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو په قول وویل، برید تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ. امنیتي چارواکي وايي، د لومړنیو معلوماتو لهمخې، لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او دې ته په کتو چې د ټپیانو حال نازک دی، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي. تحریک طالبان پاکستان ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.