د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې د یو لومړني ښوونځي جوړولو چارې، چې ځمکه یې د سیمې اوسېدونکو له لوري وقف شوې، د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري پيل شوې. د دغه ښوونځي جوړولو لګښت ۱۵.۳ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري ورکول کېږي او چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې پای ته ورسېږي. د سیمې اوسېدونکي د دغه ښوونځي جوړېدل د زده کوونکو ستونزو کمښت برخه کې ګټور ګام ګڼي او وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې د پوهنې په برخه کې دې ولسوالۍ ته هېڅ ډول پاملرنه نه دې شوې. د فاریاب د پوهنې رییس دغه ولایت کې، د ښوونځيو ودانیو جوړولو، متوازن پرمختګ، معیاري زده کړو او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.