رویټرز خبري اژانس د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې، نن د تهران په سویلي او لویدیځو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ځینو امریکایي رسنیو بیا د اسراییل په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې د ایران د انرژۍ او اټومي زېرمې نه دي په نښه شوي. اسراییل د روانې زېږیزې میاشتې په لومړۍ نېټه پر دغه خاوره د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته بیا بیا له ایرانه د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.