د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغو زراعتي محصولاتو کې پنبه، کشمش، اینجه، اینځر، پیاز، زعفران، رومیان، بادام، زردالو، زیره، مۍ، پسته، انګور، مڼې، تنباکو، طبي بوټي، بادرنګ او کچالو شامل دي. دغه زراعتي محصولات ایران، پاکستان، هند، جرمني، ترکیه، چین، روسیه، متحده عربي امارات، هالنډ، قزاقستان، ازبکستان او ځیني نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. دغو محصولاتو کې تر ټول زیات یې پنبه د ۱۶۲ میلیونه ډالره او کم یې کچالو دي چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.