د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت سبرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د دغه هېواد نوې سفیره ګومارلې ده. دغه وزارت ویلي، چې اوګولیني به په لنډمهالې توګه له دوحې فعالیت کوي. سبرینا اوګولیني په ۱۹۶۸ زېږیز کال کې په روم کې نړۍ ته سترګې غړولي او د سیاسي علومو په نړۍالو چارو کې تخصص لري. نوموړې ویلي، دغه مسوولیت په ویاړ سره مني او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکوي.