په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه ولایت د امنیې قمندانۍ ویاند ویلي، چې یاده پېښه د محمد آغې ولسوالۍ پل قندهاري سیمه کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي ویلي، چې یوې سراچې ډوله موټر یو لاسي کراچیوان وهلی. د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، پېښه کې ۵ کسان ټپیان شوي او لاسي کراچیوان خپل ژوند بایللی دی. د یادې پېښې ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.