د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې قمي د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تخصصي توکو د لېږد په نندارتون کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ سربېره، په ایران کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول مهم بللي دي. نوموړي ویلي، هېواد یې غواړي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګهوال د ایران په سترو پروژو کې پانګونې ته وهڅوي. قمي ویلي، تهران او کابل کولی شي چې د چابهار بندر په پراخولو، د شمال او سوېل، ختیځ او لویدیځ تر منځ ګډ ترانزیټي کریډور رامنځته کړي. هغه ویلي، دغې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د نوموړي په خبره د افغانستان د اقتصاد غوړېدل د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلی شي.