د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د لومړي فاز اول لاټ چارې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستيال، د ټولګټو چارو د سرپرست وزير او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې. اقتصادي مرستیال له خلکو غوښتي، چې د دغې پروژې د پلې کېدو پر مهال له اړوند شرکت او سرپرست حکومت سره همکار پاتې شي. د نوموړي په خبره د دغه سړک جوړېدو سره به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره او دغه راز د پام وړ اسانتیاوې به رامنځته شي د دغه سړک چارو د پیل خبر ولسونه د دغې لارې جوړېدو لپاره هیله مند کړي دي.