د خوست په مرکز کې کورني بې ځایه شوي د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته د لاسرسي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. دوی وايي، د ښوونځي، څښاک پاکو اوبو، برېښنا او د سرپناه نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. دغه بې ځایه شوي له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د بشري مرستو وېش کې دوی ته لومړيتوب ورکړي. د خوست مرکز اړوند شمل فرارې سیمه کې د کورنيو بې ځايه شويو په یوه پنډغالي کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي. دغه پنډغالي کې مېشت بې ځایه شوي وايي، دا چې ښوونځی نشته او د خصوصي ښوونځیو لګښتونه هم نشي پرې کولای، ماشومان یې له زده کړو محروم دي. خو د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت وايي، خپلو سیمو ته یې د کورنیو بې ځایه شویو د لېږد لړۍ پیل کړې او پاتې نورو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.