په ایران کې د انقلاب تایباد لوی څارنوال وایي، د سږ کال له پیله د تایباد په بېلابېلو برخو کې هغه ۱۶ کورونه چې ناقانونه افغانانو ته ورکړل شوي و، مهرولاک شوي دي. حجت صدیقي ویلي، دغه ګام یې له هغه وروسته اخیستی چې ځینو ښاریانو د ناقانونه وګړو په اړه ورته شکایت کړی و او ځینو قضایي چارواکو یې په اړه هم نوموړي ته سپارښتنې کړې وې. نوموړي ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته کورونه په اجاره ورکړي و، هغوی به قضايي څانګو ته لېږل کېږي. هغه وایي، د موټرو خاوندان چې نا قانونه افغانان لېږدوي، سزا به ورکړل شي، د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړې سره سم به یې موټر تر شپږو میاشتو ودرول شي. د دغه ایراني چارواکي د وینا له مخې، د روان کال تر نیمایي پورې ۲۳ زره ناقانونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.