د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۲۲۴ کورنۍ په جبر او خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي. دغه کورنۍ د کندهار، تورخم، اسلام کلا او د ورېښمو پله له لارې راستنې ګړل شوې دي. په راپور کې راغلي، چې په راستنو شویو کورنیو کې ۳۰ یې د تورخم، ۲۲ یې د سپین بولدک، ۶۵ یې د ورېښمو پله او ۱۰۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي. دغه وزارت ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو سره د مرستندویه بنسټونو لهخوا مرستې شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.