د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې لسګونه زره برېښنايي پېژندپانو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۸ وېش څانګو له لارې ۱۴۴ زره ۸۴۰ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده موده کې کې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو ترټولو ډېرې په پلازمېنه کابل کې ۴۱ زره ۵۷۳، په ننګرهار کې ۸ زره ۵۰۸، په هرات کې ۶ زره ۷۹۰، کندهار کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ ولایت کې ۴ زره او ۹۹۸ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې په تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹ زره او ۲۳۵ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.