د چمن پرلت غړو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، کهچېرې يې غوښتنې ونه مني نو ځايي دولتي ادارې او لویې لارې به وتړي. دوی وايي سیمهییزو مسوولینو د پرلت پایته رسولو په موخه ناکامې هڅې پیل کړي؛ خو په خبره یې موخه ته د رسېدو لپاره به یې مبارزه روانه وي. له تېرو څه باندي ۱۳ مياشتو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو غبرګون کې چمن ښارګوټي کې پرلت روان دی. د دغه پرلت ځینې غړي وایي چې، د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پخوا په شان د ځايي کارګرو، فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو تګ راتګ پیلولو په موخه د ملتپالو ګوندونو او د پاکستان حکومتي مسوولانو ترمنځ ناستي شوي چې، پايلي به یې ژر څرګندې شي.