بحریني او روسي پانګوالو په کابل کې د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره کتلي دي. د ریاستالوزرا د عمومي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغې کتنه کې، بحریني او روسي پانګوالو د کانونو د استخراج، د هوايي چلند د امنیت او مسلکي کدرونو د روزنې، د روغتیا او په ځينو نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ، سیاسي مرستیال په دغې کتنه کې نوموړو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې، سرپرست حکومت به ټولو پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې او شرایط برابر کړي.