د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې دي. د څرخ ولسوال میرهاشم ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا نښلولو چارې پیل شوي او تر راتلوونکو لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې ترڅنګ به یو شمېر نورې پراختیایي پروژې هم په دغه ولسوالۍ کې پیل شي. ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل له چارو خوښي ښودل او د یادې برېښنا په نښلولو سره به یې ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته اسانتیاووې رامنځته شي.