نږدې یو کال وروسته د هرات جامع جومات ځینې برخې مرمت او بیارغول شوي دي. د دې تاریخې ابدې ځينې ګونبدونه د تېر کال په زلزله کې په جدي ډول زیانمن شوي دي. د هرات د جامع جومات، چې ډیری برخې یې رغول شوي دي، د مرمت چارې یې لا هم روان دي. د تاریخي ابدو د مرمت او بیارغولو د ظرافت چارې ډير وخت اخلي. بل پلو د هرات په جامع جومات کې د کارول شویو دودیزو کاشیو کمښت د دغه جومات د رغولو چارې لا پسې اوږدوي. د هرات د جامع جومات سربېره د اختیارالدین کلا منارونو او ډيری نورې تاریخي ابدې د تېر کال په زلزله کې په جدي ډول زیانمنې شوې دي.