د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پناه ورکړې د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال له پاکستان او ایرانه غوښتي، چې جبري توګه د افغان کډوالو له ایستلو لاس په سر شي. نوموړي همدا راز په کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر مناسب چلند له ټینګار سربېره زیاته کړې، ملګري ملتونه چمتو دي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د خوندي ستنونې په برخو کې، له پاکستان او ایران سره همکاري وکړي. له دې سره سم په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له سرپرست حکومت، پاکستان او نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.