د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په تله میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۶۳ مېرمنو په ګډون ۲ زره او ۱۳۱ تنه افغانستان ته راغلي او د ۱۱ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۸۰۹ کسان بېرته تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۴۳۴ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.