د ایران د نیشاپور د کرنې مشر علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږي، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلي سیال دی. د راپور له مخې علي مبارکي دغه څرګندونې پرون په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملي ورځې په لومړۍ نمانځغونډه کې وکړې. بلخوا د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه لوړه شوې ده. د روان کال د غوايي میاشتې په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل. همدارنګه په بلجیم کې د “مزه” نړۍوال انسټیټیوټ سږکال ویلي، چې له لابراتواري ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.