پکتیا کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال، سربند او اوبو د مهارولو چارې پيل شوې. د دغه ولایت په مرکز ګردیز اړوند په بالادې سیمه کې د یاد کانال چارې د یوې همکارې موسسې پر مټ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په غوښتنه پیل شوې، چې پکې به دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. یاد کانال د ۲۴۵۰ مترو په اوږدوالي سره جوړیږي، چې له دې سره به ۱۰ زره جریبه ځمکه خړوب شي. د قراردادي شرکت مسوولین وايي، چې په دغه پروژه کې به له دوی سره د سیمې دوه زره تنه بې روزګاره ځوانان په کار بوخت شي. دوی وايي، یاده پروژه به لسو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.