د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړکې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي ښه وځلېدل او د لومړي ځل لپاره یې د دې سیالیو اتلولي هم خپله کړه. په دې سیالیو کې د هند او پاکستان کرکټ الف لوبډلې چې ډېر پیاوړي لوبغاړي هم پکې شامل و، د افغان ابدلیانو په څېر ونه شوای لوبېدای، پاکستان په لومړۍ نیمه پایلوبه د سرېلانکا او هند په دویمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان لخوا بهر شو. د دې جام پایلوبه چې د سریلانکا او افغانستان کرکټ الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه افغان لوبډلې پکې سیالې لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي یې خپله کړه. په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې پلیز توپ وهونکی صدیق اتل چې په هره لوبه یې له ۵۰ زیاتې منډې جوړې کړې، د دې سیالیو تر ټولو غوره توپ وهونکی اعلان شو. نوموړي په ۵ پاڼیو کې ۳۶۸ منډې جوړې کړې په یوه لوبه کې یې ۹۵ ناسوځېدلې ترټولو زیاتې منډې وې.