د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا د اترا مسوولین وايي چې، د دوو کلونو راهیسې یې په هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه سیم کارتونه په قانوني بڼه ثبت کړي دي. د دغې ادارې ویاند جلالالدین شمس وايي چې، دمګړۍ په کابل کې ۸۰ سلنه سیمکارتونه په قانوني بڼه ثبت شوي او په وینا یې دغه بهیر همداراز دوام لري. شمس همدارنګه د سیمکارتونو د ثبتولو او پېرلو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي. له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د ثبتونې بهیر ستايي او له نورو هېوادوالو هم غواړي چې، خپل سیمکارتونه ثبت کړي.