د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست نوراحمد اغا سره کتلي دي. د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه بانک سرپرست په دغې کتنه کې ویلي، د افغانستان بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکټور ودې ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول لوبوي. د خبرپاڼې پر احواله، په دغې کتنه کې رزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یادوي او په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.