د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر لوګر ولایت کې ٧٠ کورنیو ته د بشري مرستو د وېش پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې له افغان کډوالو غوښتنه وکړه، چې د کوربه هېوادونو اصولو او قوانیونو ته درناوی وکړي او داسې کړنې تر سره نه کړي، چې له کبله یې ټولو کډوالو ته ستونزې جوړې شي. هغه زياته کړه، دا چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم او سرتاسري امنیت تامین دی، نو ټول کډوال باید پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي. د یادونې وړ ده، چې نوموړي په دغه سفر کې نږدې ۷۰ کورنیو ته د چین بشري مرستې، چې کمپلې او خیمې په کې شاملې وې ووېشلې او نغدي مرستې يې هم ورسره وکړې.