په اسلاماباد کې د افغانستان سرپرست سفیر، د اسلاماباد د سیمهییزو مطالعاتو انسټېټیوټ کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، فرصتونو او ننګونو خبرې کړې دي. د دغه سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼه پر بنسټ، نوموړي د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي اړیکو خبرې کړي او اندېښنه یې ښودلې چې، وخت ناوخته د دروازو بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزې او له پاکستاني لوري اقدامات پر دغو اړیکو منفي اغېزې کوي چې، زیان یې نه یوازې دواړو حکومتونو؛ بلکه د کرښې دواړو غاړو کې مېشتو خلکو ته رسېږي.