د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۹ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نهه تنه خوشې شوي افغانان پرون بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې لیکل شوي، چې دغه خوشې شوي بندیان د اسنادو نه لرلو له امله بندیان شوي وو چې له شپږو میاشتو نیولې تر یو کاله پورې بندیان وو. خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د پاکستان په کومو زندانونو کې بندیان وو.
د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه کسان له راستنېدو وروسته د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.