لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ لخوا د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې پیل شوې. د لغمان سرپرست والي د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا ډول رغنیزې پروژې د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ښاري چاپېریال ښه کولو برخه کې مهمې دي. ورته مهال د مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت وویل چې دغو پروژو کې د دوه ژورو څاه ګانو کیندل، د تنویري پایو جوړول، او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د شل لویو کثافت دانیو جوړول شامل دي، چې د ښار د پاکوالي او ښېرازۍ لپاره مهم ګام دی.