د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې یو ایراني پانګه وال د سرب او جستو پرکانونو پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، په هېواد کې د پانګونې په موخه د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به ور سره همکاري وشي. افغانستان د بېلابېلو کانونو په درلودلو سره، د نړۍ په کچه یو بډای هېواد دی او د سرپرست حکومت په بیاواکمنېدو او د سراسري امنیت په تأمین سره؛ ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو د هیواد کانونو په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې ده او دغه بهیر د بل هر وخت په پرتله ګړندی شوی دی.