د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وایي، تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي د خصوصي پوهنتونونو له ځینو مسوولینو سره په لیدنه کې دغه راز وایي، سرپرست حکومت د پوهې او زده کړو ملاتړی دی او دیني او عصري علومو ته ارزښت ورکوي. هغه ټینګار کوي، چې د هېواد ساتنه او له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د ټولو افغانانو مسوولیت دی او دې مسوولیت ته د ترسره کولو لپاره باید په هېواد کې ځوانان د ننني عصر زده کړې وکړي. د سرپرست حکومت دغه چارواکی د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وایي، سره له دې چې سرپرست حکومت له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي ستونزې لري، خو له هغوی سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان ټول سوداګریز بندرونه پرانیستي دي.