د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نېټې د چیو شه مجلې په ۲۱مې ګڼې کې (د باکیفیته روزګاز هڅولو) په عنوان ليکنه خپره کړې ده.
د نوموړي د دغې ليکنې محتوا په روزګار او چارو ورټوله ده او روزګار يې د ژوند لپاره تر ټولو مهم کار او د وګړیو په ګټو، د ټولنې هوسا پرمختګ او د هېواد دایمي ثبات پسې تړلی بللی او د باکیفیته روزګار هڅونه يې په نوې زمانې کې نوې دنده یاده کړې ده.
شي جين پينګ ويلي، د چین کمونېست ګوند د روزګار چارو ته جدي پاملرنه او د خلکو په تمرکز د پرمختګ پر نظریې ټینګار لري او د کارګرو د ازاد روزګار، د بازاري سیسټم د تنظیمېدو او د حکومت د هڅوونکو تدبیرونو په شمول یو لړ اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د خلکو روزګار کارونه په ښه کیفیته ترسره او نور زیاتو وګړیو ته د امنیت او نیمکرغۍ احساسات ورکړل شي.