د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، چین ته د کندهار د انارو صادرات په تړاو د هغه هېواد له څو سوداګرو سره خبرې اترې شوي او هڅه کېږي چې، سیمهییزې بازارموندنې ته پراختیا ورکړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تر اوسه يې ۲۰ زره او ۸۹۴ ټُنه انار پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر کړي دي. بل لور ته په کندهار کې د یوه پانګهوال له لوري انارو ته د بازار موندنې په پار یوه مېله جوړه شوې ده. د مېلې ګډونوال وایي سږ کال د کندهار انار زیات دي؛ خو بهر ته يې د صادراتو کچه کمه ده. د کندهار انار چې نړۍوال شهرت لري، د دغه ولایت پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه یې بڼونه جوړ شوي چې، سږ کال به ورڅخه ۲۷۴ زره ټُنه حاصلات ترلاسه شي.