د امریکا د پلازمېنې، واشنګټن والي وایي، دغه ایالت کې یې د ملي ساتونکو یو قطعه ګومارلې څو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیسي. واشنګټن د امریکا له هغو ښارونو دی چې د رایې اچونې مرکزونه پکې وار دمخه د خلکو پر مخ پرانیستي دي او ویل کیږي چې تر دې مهاله دغه ښار کې تر دوه میلیونه زیاتو کسانو خپلې رایې کارولې دي. د امریکا د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د واکمن ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس د جمهوري غوښتونکو ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي.