په دایکندي کې لسګونه ښځې چې د لاسي صنایعو پر اوبدلو بوختې دي وايي، د تولیدي فعالیتونو دوام لپاره د مناسب ځاي نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره، مېرمنې د خپلو فعالیتونو لپاره ځانګړي ځای، امکاناتو او سیمهییزو تولیداتو لپاره بازار موندنې ته اړتیا لري. خو د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي دغه ولایت کې د میرمنو فعالیتونو لپاره به یو ځانګړی ځای جوړ کړي. د دغو ښځو په خبره، تېر یوه کال کې ګڼ شمېر نورو ښځو هم په ډایکندي کې لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده چې ډېری هغه یې د سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري.