افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف منځنۍ اسیا کې د اروپایي ټولنې له استازې ټرهي هاکالا سره کتلي. په دغه کتنه کې دواړو لورو افغانستان سره د ازبکستان او اروپایي ټولنې د همکاریو پر اوسنیو شرایطو او راتلونکو امکاناتو خبرې کړې دي. ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کتنه کې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د ترمز نړۍوال ټرانسپورټي او لوجسټیکي مرکز د کارونې په اړه هم خبرې شوې دي.