د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د سلواکيا له صدراعظم رابرت فیکو سره وکتل.
شي جين پينګ له فیکو سره په کتنه کې ويلي چې روان کال د چين او سلواکيا ترمنځ د سياسي اړیکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي له حياتي ځواکونو څخه برخمنه ده او په بېلا بېلو برخو کې همکاريزې لاسته راوړنې ډېرې دي چې خلکو ته يې ګټې رسولې دي. پرېکړه مو کړې چې دوه اړخیزې اړيکې پر ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې کړو چې همدا به د دواړو هېوادونو د راتلونکي پرمختګ له اړتياوو سره سمون ولري او د دوه اړخیزو همکاریو بهیر به په خوځښت راولي. چين غواړي چې له سلواکيا سره د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
غاټول