پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبرپښتونخوا په بونیر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د څلورو ښځو په ګډون اته تنه مړه شوي او شپږ ټپیان دي. ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې ټپیان یې نږدې روغتون ته لیږدولي دي. د پوليسو په خبره دغه د سورلۍ موټر له چغرزي څخه سواړي ته روان و چې په لاره کې له سړک بېواکه شوی او ژورې کندې ته لويدلی. پولیسو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى. ویل کیږي د دغې پېښې مړي او ټپیان د ځايي خلکو په مرسته له کندې را ایستل شوي دي.