ډېری کسان په سختو شرایطو کې هم آرام وي او غواړي خپله آرامي وساتي. پوهېږی، د هغوی د آرامۍ راز په څه کې دی؟ کله چې هغوی کولای شي، له شک پرته تاسو هم دغه چاره تر سره کولای شی. تاسو هم کولای شی دغه آرامتیا تر لاسه کړی، خو په دې شرط چې پوه شی څه ډول مثبت فکر وکړی او پر منفي موخو خط را کش کړی. اوږده ساه وباسئ او د ژوند اوسنیو شرایطو ته په ژوره وګورئ، له ځان سره فکر وکړئ څه ډول کولای شی په ښه توګه له ټولو ستونزو څخه را ووځی. ستاسو یوازینۍ دنده دا ده چې په څه ډول له دې موقعیت څخه ځان را وباسی. که مو د را وتلو مناسبه لار پیدا نه کړه، کولای شی له هغو کسانو مشوره واخلی چې په دې برخه کې پوره تجربه لري، په یاد مو وي چې ستاسو دنده یوازې (د حللارې) پیدا کول دي، نه کوم بل څه.