عامې روغتیا وزارت تایید کړې، چې سږ کال په ماشومانو کې د شري یا سرخکان ناروغي زیاته شوې ده. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې سږ کال په ماشومانو کې د سرخکان شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي. زمان دا هم ویلي چې دوی پلان لري د شري واکسین ملي پلان تطبیق کړي. اخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم څو ورځې مخکې په افغانستان د شري د ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې هلته د شري ټول ټال پېښې څه باندې ۵۲ زرو ته رسېږي.