د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د کابل سرپرست والي امینالله عبید د دې ټولنې له سرپرست رییس سره په لېدنه کې له نوموړي د کابل – ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښو بیړنیو قربانیانو او ټپیانو ته رسېدنې په موخه سروبي کې د یوه روغتیایي کلینیک د جوړولو غوښتنه کړې. دغه ټولنه زیاتوي، چې د سرې میاشتې سرپرست رییس د کابل والي ته ډاډ ورکړی، چې نږدې راتلونکي به د دغې لارې اوږدو کې یو دایمي روغتیایي کلینک جوړ کړي.