د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وايي، روغتیايي سیسټم تر ډېره پر ځان بسیا شوی دی. امرخیل وايي، ډېری خدمتونه د کورنۍ بودجې پر مټ ترسره کیږي. د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور په غبرګون کې کړې دي. اوچا په تېرو درېیو کلونو د بشرپالو مرستو اړوند راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي وو چې وچکالي، د اقلیم بدلون، د بانکوالۍ ګډوډ سیسټم او نورو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې روغتیايي سیسټم هم له سقوط سره مخ شي. په دغه راپور کې د ښځو حقونو پر مراعتولو هم ټينګار شوی دی.